دافغانستان د روانـــی بهیرعوامل څه دی ،او مسوول څوک دی؟
دنصیراحمد – مهمند – لیکنه دنصیراحمد – مهمند – لیکنه

 

 

 

 

 

 

نـــــــه خلاصیږی له وختوله انتقامــه            راغورځیږی هرظالم له هسکه بامه

مونږه ټوله نړی خلاصه له خطره کړه            خو پخپله مونږپاټی شو نـــــــارامه

                                                                                   

دا یوځرګنډحقیقت او مڼل شوی واقعیت دی چی دهری کورنی ، قام اوټولنه نیکمرغی ، سوکالی او پرمخټګ دپوه، صالح ، امین او نیکنامو وګړو د روغ او سالمی ذهن ، تفکر، لارښوونی او عمل محصول دی .اوهغه ټولنه هغه مهال دترقی او تکامل، سوکالی اوامن استقامت او لوری ته تلای او رسیدلای شی چی سرچینه مخګښان اومشرتابه یی درښتین ، مجرب اودکارپوه ،باکفایت اهل او دلارښوونی صفات اوممیزاتوڅخه برخه من وی او په رښتیادټولنی داکثریتو دأزادی ارادی اوملاتړڅخه مینځ ته راغلی وی او دوی ته وفاداراو ددوی ګټواومصالحوته مخلص ساتندویان وی یا په بل بیان ددرک اودرداهل وی. په عکس صورت کښی تجربه ښودلی ده چه هرډول سیاسی، اقتصادی اوټولنیزوبدلونواوپرمخټګ دپاره چی صالح اوامانت کارخذمتګاران موظف اوګمارل شوی نوی ، هغه ټولنه دنیکمرغی او ترقی پرځای دلابدمرغی اومصیبتونوکنډی ته غورخیږی .

دا هم روښانه خبره ده چی پدی مهال اومرحله کښی چی بشری ټولنی او په خاصه ټوګه دافغان ځوان نوی نسل له هروخت نه زیات تاریخی معلومات اوآګاهیوته اړتیا لری چه دخپل لاره او نظردپاره ډیوه وګروځوی اوورنه ګټی واخلی، ځکه چی تاریخی معلومات او أګاهی دی چی دمحرکی قوی په حیث خپلی داهمیت وړځای اومقام موندلی دی، ترڅوبشروکولای شی دهغه په وسیله دنړی نه یوازی طبیعت اوټولنود پیژندنی اووډی دپاره ، بلکه مهم اړخ یی دکړکیچنو اوبغرنجومسایلوته چی ددوی پرمخ قرارنیسی حل وکړی اوستونزوته دعادلانه ګټوری حل لارپیدا کړی .

  نوپردی بناء ویلای شوچه تاریخ یوازی دواقعاتواورویدادونولیکل ، یادونه او اشاری ندی ،بلکی داواقعی تاریخ دی چی په زړه پوری اورسا غږمونړته وایی چه ټولڼی ولی پدی څنګ غورځی اویا پدغه استقامت ځی یاروان دی . اودغه بهیریا حرکت څرنګه دانسانانو په فعالیت او ژوندکښی اثراوتړاو لری .له بلی خواد بشری ټولڼی تاریخ داسی و‌‌ډه کړی اوپرمخ ځی چی هیځکله پای یاانجام تلری، یعنی ترڅوچه جهان موجود دی دنیکواوبدوپدیدو« حق اوباطل »ترمینځ مجادله اومبارزه جاری دی اوتوقف نه مڼی .

لذا پدی بناء دی چی مبارزه اومجادله دتاریخ بنیادی اوبڼسټیزموادتشکیلوی اودعلمی ،فرهنګی، سیاسی اواقتصادی تجاربولپاره ډګراو صحنی جوړوی،چی په نتیجه کښی بشری ټولنی بدلون اوتحول مومی،نوددغه رویدادونواوتحولاتودعلل توضیح اوتشریح کول ډنډه هم تاریخ په غاړه کی نیسی چی ددی اصل په ملګرتیا انسانان په مختلفوزمانوخپل تجربو تدوین اوتعمیم کړی او په عین زمان همداسی ددی تجاربوڅخه زده کړی اوپند اخیستی دی،او ددی ټولوذکرشویواونورومرستندویو فکتونواوموادوپه رڼا کی دخپل ژوندانه دچاروکړنلاره اوپوهه تاکلی او پرمخ بیولی. « زده کول هغه دی چی مونږ ځان پوه کوواوورنه کاراخلو، اوعبرت هغه دی چی ځان خبرکړواوله هغه نه ډډه کړو». چه دغه کارسربیره دمحققینواو مورخینو بالاخره دژورنالستانورسالت او مسوولیت دورځنی تاریخ لیکونکوپه ټوګه له همدی ځای نه تاکل کیږی اوڅرګنډیږی .

نن ورځ انسانان دخپل تلاشونواوهلی ځلی په مرسته داتوفیق ترلاسه کړیدی چی حقایق درک اودټولنی اوطبیعت غوامض اوناپیژندل شویوپدیدوکشف کړی اودیومعقول منظم اوهمغږی تدبیرونواوفعالیتونو پربڼست پرخپل مشکلاتواوستونزو دحل لاری چاری ولټوی او زیار باسی .چی له همدی لامله نوی ټولنی ، پوهه او معلوماتونه او همداسی پلانونه اوطرحی داټول دتاریخ دعملیی نه جلاکیدونکی یالاینفک جزدی چی همدااوس زمونږدسټرګو په مخ کی قرا رلری

که دتاریخ پاڼوته یوه ځغلنډه کتنه وکړوپه آسانی څرګنډبږی چی دافغانانو په تاریخ کښی ډیری سپین او تورعملونه او کردارثبت شویدی چی زمونږ په نننی نیکمرغیو اوبدمرغیو پرمخټګونو اووروسته پاټی والی کښی لوی لاس اوسټراغیزه لری ۰

 نولازمه ده چه په لمړی پلاو د هرځه دمخه خپل خاوری ،خلکواو ماحول ويیژنو او تاریخی شاته دیو خغلنده کتنی سره دتاریخ غټی اومهم تکونه په ګوټه کړو ترځود قضلوت اوداوری دپاره په خلاصه سټرکی اوعادلانه ډول بڼسټ کیښودل شی .

 مونږ پوهیړوچه افغانستان دیوسیاسی واحد په ټوګه دپنځه زروکالو نه زیات تاریخی سابقه او شتون لری کوم تتصنی مخلوق ندی ‏۰د دی واقعیت په نظرنیولوسره چی دغه هیواد دمنځنی آسیایی هیوادونوپه ډله کښی د پخوا زمانوراهسی ترننه پوری خپل سیاسی هویت په مستقل ډول او دانسانی لوړ صفتونه او ممیزاتو په درلودلوسره خپله جګه شمله ساتلی دی چی دغه ویاړدهره افغان  وګړی چی ځان افغان بولی روا حق ګڼل کیږی ، او پری ویاړی اوفخرکوی  .بناءلازم دی چی تاریخی سوابق او ویاړنی ، دردونه ، مصیبتونه، دوروسته پاټی لاملونه اونورومسایلواو ستونزونه ځان باخبرکړو ، خپله خلک، خاوره اود دی ملت اوهیواد دینی اوملی ارزښتونه ، رښتینی خدمتګاربچیان ، بهرنی دوستان او تاریخی دښمنان وپیژنو . دښایسته او نیکووګړواوکارنامونه یی زده کړو ، دولس او دهیوادسوکالی اونیکمرغی اوودانولو دپاره ورنه کارواخلو او پیروی وکړو ، او دبدواوناسمونه یی په کرکه او نفرت وګورو او ورنه نه یوازی ډده وکورو ، بلکه مخ یی ونیسو او نه پریږدو چی دیو څو محدوداومعدودنا اهلوغلو ناخلفومعاملهګرولپاره خوشی کړوچه ریشه او بڼه وکړی او راتلونکونسلونوته انتقال او ذهنونه مسموم کړی ځکه دا مهال دعمل وقت دی او یوازی تش خبری او شعارچی دپردی غوښتنی اوګټی دی، نورهم مونړ ته بی لاره کوی او وخت لا نورهم له لاسه وځی .

 

 






June 11th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات